په سویس کې د افغانستان سفیر نصیر احمد اندېشه، د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت پرېکړه لیک د تصویب هرکلی کړی دی.
هغه ویلي، دا پرېکړه لیک بې له منفي رایې او مخالفت څخه تصویب شوې چې دا ښيي طالبان په نړیوال ډګر کې د ملاتړ لپاره هېڅ هېواد ته ځای نهدی پرېښی.
اندېشه زیاته کړې، د طالبانو سره اوسنۍ اړیکې یوازې معامله او لنډمهاله دي.
هغه خپلو ملګرو، د مدني ټولنې او د ښځو د خوځښت فعالانو، او نړیوالو بنسټونو ته د دې میکانیزم د جوړېدو په برخه کې د همکارۍ له امله مبارکي ورکړې.

