سه شنبه, مارچ 3, 2026
Homeافغانستانندا محمد ته د طالبانو غبرګون؛خپله کمزوري په اسلام مه پټوئ

ندا محمد ته د طالبانو غبرګون؛خپله کمزوري په اسلام مه پټوئ

د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر ندا محمد ندیم وروستیو څرګندونو د یو شمېر د طالبانو غبرګونونه هم راپارولي.

تازه د طالبانو حکومت د استخباراتو غړي جابر نعماني لیکلي چې دا نظر د نظام نه؛ بلکې د یو شخص دی.

هغه لیکلي،” په دې مورد سکوت د کتمان په درجه کې دی؛ خو د یو لړ لوړو مصالحو په خاطر وخت (چې نشته) له اشدو ضرورتونو څخه دی تر څو فزیکي، علمي او… خنډونه په خورا ښو تکتیکونو له مینځه ولاړ شي.”

په همدې حال کې بل طالب قاري منصور لیکلي چې خپله کمزورتیا باید په اسلام پټه نه شي.

هغه لیکلي،”اسلام دومره کمزوری دین نه دی چې د ښځینه تعلیم په څیر دې معلومې او مهمې مسئلې ته حل لاره ونلري، بلکې دا دلته د اسلام نه د حاکمو افرادو په کمزوري درک او فهم پورې تړلې مسئله ده.
د وزیر صیب لاندې څرګندونې خلک په اسلام بدګمانه کوي او د اسلام په اړه داسې منفي ذهنیت ایجادوي چې ګواګې اسلام یو قلف او له واقیعت نه خلاص دین دی.”

د یادونې ده چې نن د طالبانو حکومت د لوړو زدکړو سرپرست وزیر ویلي چې علماوو تحقیق شروع کړی که اسلام کې د ښځو زده کړې روا وې؛ نو اجازه ورکوو او که ناروا وې، ښوونځي به همداسې تړلي وي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here