د جمهوري حکومت د ملي امنیت رئیس رحمت الله نبیل دایکندي کې د ۱۴ هزارهګانو په وژل کېدو خواشیني څرګنده کړې او ویلي یې دي چې دا د تاوتریخوالي بوږنونکې بڼه ده.
نوموړي د پېښې له قربانیانو سره خواخوږي څرګنده کړې.
د نبیل په خبره، دا د ټول افغانستان د روح زخمي کېدو په معنی ده او اوس مهال اړتیا ده چې لاس په لاس شو او د یو نوي روایت پر اساس هېواد جوړ کړو.
د یادونې ده چې د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت هم دغه پېښه تائید کړې.

