د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کېټې مشر مکمکال وايي، چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو مسئله، به د امریکا له ټاکنو وروسته هم دوام وکړي.
نوموړي له سي بي اس سره په مرکه کې ویلي، په دې اړه لاهم څېړنې روانې دي او د کابل پر هوايي میدان د داعش ډلې د برید ترڅنګ ګڼې نورې بې ځوابه پوښتنې شته، چې باید دفاع وزارت او اړوند بنسټونه یې ځواب کړي.
د هغه په خبره، که بهرنیو چارو وزارت په قانوني ډول دا پروسه مخته وړې وی؛ نو ښايي، د دغو پېښو مخنیوی شوی وی.
د یادونې ده چې تر دې وړاندې یادې کمېټې په دې اړه د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلنکین هم احضار کړی وو.

