د جمعیت علما اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن ویلي، غوره ده، چې په کورمه کې فرقهيي جګړې د جرګې له لارې حل شي.
هغه ویلي، د جرګې سیستم یو سنتي او پخوانی سیستم دی او د دا ډول ستونزو د هواري لپاره تر ټولو غوره لار ده.
فضل الرحمن ویلي، چې یو طرفه زور هیڅ پایله نه لري او دا چاره د ستونزې حل کېدو پر ځای ستونزه نوره هم لویوي.
نوموړی دا څرګندونې داسې مهال کوي چې په کورمه کې پاکستاني دولت د تروریزم ضد عملیات پیل کړي.

