ملګرو ملتونو ویلي، چې دوی افغانستان کې د می له څوارلسمې د جولای تر ۳۱مې پورې یو زر او ۱۲۷ امنیتي پېښې ثبت کړې دي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، دا د تېر کال په اندازه د امنیتي پېښو کچه ۵۳ سلنه لوړه ښيي.
راپور زیاتوي چې له دې سره په خوا کې د هېواد په لویدیځ او جنوب کې د ځمکو پر سر شخړې هم زیاتې شوې دي او دغه راز د ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ هم نښتې زیاتې شوې.
دا په داسې حال کې ده چې طالبان وایي، په ټول هېواد کې یې امنیت تامین کړی.

