سه شنبه, مارچ 3, 2026
Homeافغانستانملګري ملتونه:افغانستان ته ستنېدونکي بې‌ځایه شوي کسان له سختو ستونزو سره مخ...

ملګري ملتونه:افغانستان ته ستنېدونکي بې‌ځایه شوي کسان له سختو ستونزو سره مخ دي

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند، سټیفن دوجاریک ویلي چې د دې سازمان د پراختیایي ادارې (UNDP) تازه راپور ښيي، هغه کورنۍ چې له بې‌ځای کېدو وروسته خپلو اصلي سیمو ته ستنېږي، له ګڼو اقتصادي او ټولنیزو ستونزو سره مخ دي.

په راپور کې ویل شوي، UNDP هڅې کوي څو هغو کورنیو ته د بیا مېشتېدو زمینه برابره کړي چې د وروستیو زلزلو، اقلیمي بدلونونو او اقتصادي فشارونو له امله بې‌کوره شوې دي.

راپور زیاتوي چې د افغانستان د دوامدار پرمختګ لپاره اړینه ده، ښځو او نجونو ته د زده‌کړو او کار کولو فرصت ورکړل شي، څو هغوی وکولی شي د ټولنې په بیارغونه کې برخه واخلي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here