چهارشنبه, مارچ 11, 2026
Homeافغانستانملا عبدالسلام ضعیف:د ایران نه دې د بې ګناه افغانانو د وژنې...

ملا عبدالسلام ضعیف:د ایران نه دې د بې ګناه افغانانو د وژنې پوښتنه وشي

پاکستان کې د طالبانو پخواني سفیر ملا عبدالسلام ضعیف ویلي چې د ایراني پوله ساتو لخوا د غریبو افغانانو وژنه، وحشي او د بشر ضد عمل دی.

ملا عبدالسلام ضعیف په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي چې د دې وحشت پوښتنه باید ضرور وشي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره شپه د ایران پوله ساتو ځواکونو د ایران په سراوان سیمه کې په افغان کډوالو برید کړی او ډېری افغانان یې وژلي دي.

د ایران دغې کړنې د ګڼو خلکو غبرګونونه را پارولي دي.

د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here