د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د تېر یوه کال د لاسته راوړنو د تشریح پروګرام کې ویلي، چې د تېر حکومت د سفیرانو تر ادارې لاندې د ځینو سفارتونو موټر او غالۍ پلورل شوي دي.
متقي ویلي، چې دا د دوی عادت دی او همدا د دوی پالنه ده چې نه د خپل وقار او نه د خپل هېواد د خزانې په اړه فکر کوي.
هغه ویلي، چې دا د خوښۍ ځای دی چې په دې وروستیو کې یې ډېر سفارتونه له غلا څخه وژغورل.
متقي دغه راز زیاته کړې چې د تېر کال په لړ کې د دوی حکومت لسګونه افغان ډیپلوماټان ماليزيا، ترکيې، پاکستان، ايران، ازبېکستان، ترکمنستان، قزاقستان، روسيې، چين، قطر او متحده عربي اماراتو ته ور وپېژندل، چې د یادو هېوادونو له لوري په رسمي ډول منل شوي دي.

