د طالبانو حکومت د کابل امنیه قومندانۍ پخوانی ویاند او لابیګر «جنرال» مبین د طالبانو حکومت په مشر نیوکه کړې، چې ولس یې له لوږې مري؛ خو دی پرې مؤسسې بندوي.
«جنرال» مبین په خپله ایکسپاڼه لیکلي، “د بند، بند او بند” سیاست ته سړی حیران شي.
مبین په کنایوي ډول ویلي، چې د ویسټنډیز نوی حکومت پخوا چا کور کې نه پرېښود؛ خو اوس یې کبر اسمان ته رسېدلی.
نوموړي دغه راز زیاته کړې، چې وخت به تېر وي او بیا به پښېمانتیا ګټه نه کوي.

