د شمالي وزیرستان د میرعلي په تپې سیمه کې پر څو کورونو د چاودنې له امله درې ښځې او دوه ماشومان وژل شوي.
یاده پیښه تیره شپه رامنځته شوې چې تردې مهاله یې علت نه دی څرګند شوی.
خو له سیمې څخه یو شمیر خبریالان وایي، چې د میرعلي په تپې سیمه کې پر ځینو کورونو زوروره چاودنه شوې چې له امله یې درې ښځې او دوه ماشومان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي.
تر اوسه پورې پاکستاني امنیتي ادارو په دې اړه رسمي څه نه دي ویلي.

