د طالبانو حکومت تر واک لاندې د عامې روغتیا وزارت وایي چې د ژمي له پیل راهیسې د ګاز نیونې پېښو کې ۲۴ تنه مړه شوي.
د یاد وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل وايي، چې په دې کسانو کې ١٥ نارينه او ٩ يې ښځې دي.
د هغه په وينا، تر دې مهاله د ګازو د مسمومېدو له امله ٨٩٤ کسان روغتيايي مرکزونو ته لېږدول شوي دي.

