د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي چې اوس د پاکستان د سیاسي مشرانو او ولس وار دی چې پرېکړه وکړي، ایا دیموکراسۍ او قانون ته ژمن پاتې کېږي که نه.
خلیلزاد دغه څرګندونې په داسې وخت کې کوي چې د طالبانو حکومت تایید کړې، چې د افغانستان او پاکستان وروستي مذاکرات په استانبول کې له کومې پایلې پرته پای ته رسېدلي دي.
هغه په خپل دریځ کې ټینګار کړی چې د سیمې راتلونکی د هغه لوري په انتخاب پورې تړاو لري چې پاکستان یې غوره کوي، او دا پرېکړه د سیاسي ثبات او سیمهییز امنیت لپاره خورا مهمه ده.

