رویټرز راپور ورکړی، چې د بلوچستان د تېرې ورځې په چاودنه کې د وژل شویو پاکستاني پوځيانو جسدونه خاورو ته وسپارل شول.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، د یادو پوځيانو د جنازې مراسمو کې د دغه هېواد پوځ مشر عاصم منیر، د بلوچستان والي او وزیر اعلی په ګډون ګڼو لوړپوړو سیمه ییزو چارواکو ګډون کړی و.
سرچینې د سیمهییزو چارواکو له قوله ویلي، د دغه چاودنې موخه د پاکستان پوځ غړي وو.
تر دې وړاندې د پاکستان حکومت ویلي وو، چې په دغه برید کې عامو خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې.

