د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، چې په افغانستان کې نوی بس موټر تولید شو.
ښاغلي مجاهد په خپله ایکسپاڼه لیکلي، چې دا بس به په هېواد کې د ښاري خدماتو لپاره په کار غورځي.
نوموړي ویلي چې دا د افغانستان کورنی تولید دی چې ډير ژر به یې په اړه افتتاحیه مراسم هم ترسره شي.
هغه دغه راز ویلي چې افغانستان د خود کفايۍ او پرمختګ په لور ګامونه اخلي.

