دوشنبه, دسمبر 8, 2025
Homeافغانستاند پاکستان حکومت؛یو شیایونګ ته د ټي‌ټي‌پي له لوري د افغان خاورې...

د پاکستان حکومت؛یو شیایونګ ته د ټي‌ټي‌پي له لوري د افغان خاورې د کارونې اسناد ور ښودلي

پاکستاني چارواکو د افغانستان لپاره د چین له ځانګړي استازي یو شیایونګ سره په لیدنه کې داسې شواهد شریک کړي، چې ګواکې ټي ټي پي د افغانستان خاوره کاروي او له دې کبله د سیمې سولې ته هم ګواښونه متوجه دي.

اکسپریس ټریبون لیکلي، چې دا اسناد ورسره د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت شریک کړي دي.

تر دې وړاندې د چین ځانګړي استازي ویلي وو چې په افغانستان کې نږدې شل ترهګرې ډلې فعالې دي.

د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي؛ خو وړاندې تر دې یې هر کله د پاکستان دا ډول تورونه په کلکه رد کړي دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here