د طالبانو حکومت مشر شیخ هبتالله اخوندزاده د یوه اته ماده ییز فرمان په صادرولو سره له کورنیو چارو وزارت، دفاع وزارت او استخباراتو ریاست د وسلو، مهماتو او پوځي تجهیزاتو د وېش واک اخیستی دی.
د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد دغه فرمان تایید کړی او ویلي، چې د وسلو د سمې کارونې او خوندیتوب په موخه به تر دې وروسته هر ډول وسلې او مهمات به د شیخ هبتالله اخوندزاده په امر کارول کیږي.
بل لورته یو شمېر شنونکي په دې باور دي چې له دغه فرمانه داسې ښکاري، چې د طالبانو د مشرانو په منځ کې بې باوري تر وروستي بریده رسېدلې او نن سبا د دغې ډلې مشر ملا هبتالله په خپلو وزیرانو هم بې باوره شوی دی.

