د طالبانو حکومت وایي، داسې ښکاري، چې داعش او نورو ډلو د پاکستان حکومت تر ملاتړ لاندې دغه هېواد کې د فعالیت اجازه ترلاسه کړې.
د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت د پاکستان د دفاع وزیر هغه څرګندونې هم رد کړې چې ګواکې ټيټيپي په افغانستان کې شتون لري.
د طالبانو حکومت تر دې وړاندې هم ویلي وو چې داعش ډله د پاکستان په ملاتړ بلوچستان کې روزنیز مرکزونه لري.
د یادونې ده چې تېره ورځ عباس ستانکزي هم ویلي وو چې داعش په پاکستان کې روزل کېږي او بیا افغانستان ته را اړول کېږي.

