د ترکیې پلازمینې انقره کې د هوایي چلند پر ادارې وسله وال برید شوی چې له امله یې مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ترکيې حريت ټلويزيون ویلي، چې وسله والو کسانو چې يوه پکې ښځه هم ده، د ترکيې پر هوايي چلند شرکت بريد کړی او ګڼو خلکو ته یې مرګ ژوبله اړولې.
دغه ټلویزیون زیاته کړې چې تر اوسه ۱۰ کسه وژل شوي او ۱۳ نور ټپيان دي.
وسله وال په ځايي وخت مازيګر له يو ټکسي موټر د دې شرکت مخې ته کوز شوي او په لومړي قدم کې د ساتونکو په ويشتلو سره توانېدلي ودانۍ ته ننوځي.
د دغه برید مسولیت تر اوسه کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

