وروسته تر هغې چې پاکستاني پوځیانو پښتونخوا کې پر قامي لویې جرګې مخابراتي شبکې قطعه کړې؛ تازه د بښنې نړیوال سازمان له دغه حکومت غوښتي چې قامي لویې جرګې ته مخابراتي شبکې فعالې او سولهییزو لاریونونو ته اجازه ورکړي.
یاد سازمان ویلي، د محدودیتونو لګول له زوره د کار اخیستلو په معنی دی.
دوی د لاریون کوونکو نیول او ځپل هم د اندېښنې وړ بللي دي.
د یادونې ده چې له تېرو درې ورځو راهیسې پښتونخوا کې پاکستاني پوځیان د قامي لویې جرګې پر غړو بریدونه کوي او اوس یې پر دوی مخابراتي شبکې پرې کړې دي.

