د بلوچستان په هرنایي ولسوالۍ کې د دوو ورونو په ګډون، پنځه افغانان وژل شوي دي.
یاد کسان په شهرګ سیمه کې د ډبرو سکرو په کان کې د زهرجنو ګازو خپرېدو له کبله وژل شوي دي.
د پاکستان چارواکو ویلي، چې په کان کې میتان ګاز خپور شوی وو، چې له کبله یې کارکوونکو خپل هوش له لاس ورکړی وو.
سیمهییزو چارواکو ویلي، چې د یادو کسانو جسدونه به افغانستان ته ولېږدوي.
د یادونې ده چې دغه کان ته شپږ کسان ور ننوتي وو، چې یو یې بې هوښه موندل شوی او پنځه نور مړه شوي دي.

