د حماس غورځنګ یو ځل بیا څرګنده کړې چې د قطر په منځګړیتوب او د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري وړاندیز شوي اوربند ته چمتو دي؛ خو وايي لا هم خپل شرطونه یې نه دي بدل کړي.
د رویټرز د راپور له مخې، د حماس سیاسي مشر خلیل الحیه ویلي، دوی د اوربند د دوام لپاره داسې ضمانت غواړي چې روان ناورین بیا تکرار نه شي.
هغه ټینګار کړی چې د فلسطین ولس د لنډ مهاله اوربند پر ځای د یوې دوامداره او عادلانه هوکړې تمه لري.
په همدې حال کې، د الجزیرې د راپور له مخې، د ټرمپ د اوربند د طرحې له وړاندې کېدو وروسته هم د غزې پر سیمه بریدونه نه دي درېدلي، او تر اوسه له سلو زیات کسان په دغو بریدونو کې وژل شوي دي.

