شنبه, مارچ 7, 2026
Homeافغانستانحافظ نعیم الرحمان:د طالبان حکومت دې پاکستان ډاډمن کړي چې افغان خاوره...

حافظ نعیم الرحمان:د طالبان حکومت دې پاکستان ډاډمن کړي چې افغان خاوره د پاکستان په ضد نه کارول کېږي

د پاکستان جماعت اسلامي ګوند مشر له افغان طالبانو غوښتي، چې د افغانستان خاوره دې د پاکستان او نورو هېوادونو په ضد نه کاروي.

د یاد ګوند مشر حافظ نعيم الرحمان په اسلام اباد کې په يوه کنفرانس کې له افغان طالبانو غوښتي، چې مسوولانه عمل وکړي او اسلام اباد ډاډمن کړي، چې د افغانستان خاوره د پاکستان په ګډون د نورو هېوادونو په ضد نه کارول کيږي.

هغه ویلي، چې د پاکستان حکومت دې له طالبانو سره د خبرو له لارې ستونزې حل کړي.

د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي؛ خو وړاندې تر دې یې د پاکستان دا ډول تورونه بې اساسه بللي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here