سه شنبه, مارچ 17, 2026
Homeافغانستانجرمني؛د طالبانو له چارواکو سره د افغان مجرمانو د بېرته ستنولو په...

جرمني؛د طالبانو له چارواکو سره د افغان مجرمانو د بېرته ستنولو په اړه خبرې کړي

د آلمان حکومت تایید کړې چې د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت چارواکو سره یې په کابل کې لیدنې کړې دي.

په دې غونډو کې یې د هغو افغان مجرمانو د بیرته ستنولو لپاره د منظمو الوتنو د ترسره کولو په اړه خبرې کړې دي.

دغه خبرې په داسې حال کې ترسره شوي چې آلمان د طالبانو له حکومت سره رسمي دیپلوماتیکې اړیکې نه لري.

د آلمان د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبریندت ویلي چې د مجرمانو اخراج باید په منظمه توګه وشي او له همدې امله په کابل کې مستقیمې خبرې روانې دي تر څو بیرته ستنولو بهیر دوام وکړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here