د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزیب بوریل لبنان ته د خپل سفر پر مهال د اسرائیل او حزب الله ترمنځ د بېړني اوربند غوښتنه کړې.
هغه په دغه سفر کې د لبنان له یو شمېر چارواکو او د ملګرو ملتونو له ځینو استازو سره کتلي او پر لبنان یې د اسرائیل بریدونه غندلي دي.
نوموړي ویلي، جګړې ګڼ خلک بې کوره کړي او اوس مهال یو تل پاتې اوربند ته اړتیا ده.
د یادونې ده، چې اروپايي ټولنې تر دې وړاندې هم د منځني ختیځ د وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې ده.

