د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې د اروپايي ټولنې او د مرکزي اسیا د هېوادونو د ځانګړو استازو تر منځ د افغانستان په اړه اوومه غونډه ترسره شوې ده.
دغه ناسته د اروپايي ټولنې په کوربهتوب جوړه شوې وه، چې د قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ترکمنستان او سلوانیا استازو پهکې ګډون کړی و.
ګډونوالو د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه بحثونه کړي او ټینګار یې کړی چې د سیمې ګډ لیدلوری او متقابل تفاهم د افغانستان د ثبات او امنیت لپاره حیاتي ارزښت لري.
دوی د سیمهییزې همکارۍ د لا پیاوړتیا غوښتنه هم کړې.
تر اوسه د یادې غونډې د پرېکړو یا اعلامیې جزئیات نه دي خپاره شوي.

