د ملګرو ملتونو سرمنشي انتوني ګوترېش وايي، د تودوخې لسیزه پای ته ورسېده او نور باید هېوادونه په یو نوي او خوندي مسیر حرکت پیل کړي.
هغه ویلي، په کار ده، چې نړۍ د شنو ګازونو کچه راکمه کړي او د نوي بدلون لپاره ملا وتړي.
د ګوترېش په خبره، د تباهۍ لارې باید بدلې او نور دومره فرصت نشته، چې ضایع شي.
د یادونې ده، چې په تېرو لسو کالو کې په ټوله نړۍ کې ژور اقلیمي بدلون راغلی وو، چې افغانستان یې هم په پراخه کچه وځپه.

