د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د روسیې فدراسیون په رسمي بلنه د افغانستان په اړه د “مسکو فارمټ” مشورتي غونډې په اوومه ناسته کې د ګډون لپاره نن مسکو ته روان شوی.
دا لومړی ځل دی چې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر د یاد فارمټ په ناسته کې د رسمي غړي په توګه ګډون کوي.
ټاکل شوې ده چې امیر خان متقي به په دې غونډه کې د افغانستان او سیمې د اړیکو د لا پراختیا او ګډو همکاریو د پیاوړتیا په موخه د طالبانو حکومت دریځ او لیدلوری د ګډونوالو هېوادونو استازو ته وړاندې کړي.
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند حافظ ضیاء احمد تکل ویلي، چې د دې سفر هدف د افغانستان په اړه د سیمهییزو همکاریو پراختیا، متقابل تفاهم او د مثبتو اړیکو د پیاوړتیا هڅې دي.

