اطلاعاتو ته د لاسرسي نړۍ واله ورځ داسې مهال را رسېږي، چې ډېر شمېر خبریالان او رسنۍ شکایت لري چې لا هم اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
یو شمېر خبریالانو د نوم نه ښودلو په شرط حماسه میډیا ته ویلي، چې اوسمهال اطلاعاتو ته لاسرسی ورته ډېر ستونزمن شوی او دوی دې چارې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.
دوی وایي، چې د طالبانو حکومت هغه معلومات رسنیو ته ورکوي، چې د دوی په ګټه وي او په هغو معلوماتو خبریالان ګواښي چې د دوی د پالیسۍ خلاف یا د ولس ریښتینی غږ په کې منعکس شوی وي.
دوی دغه راز زیاته کړې، چې افغانستان کې په ډېره ویره دوی خپل کارونه مخته وړي او که د طالبانو د حکومت خلاف یې کوم واقعیت بیان کړ؛ نو سمدستي په مرګ ګواښل کېږي او یا هم زندان ته وړل کېږي.

