د ملي مقاومت په نوم جبهې مشر احمد مسعود د جنرال عبدالرازق اڅکزي د مړینې د شپږم تلین په مناسبت ویلي، چې د جنرال رازق مړینه یوه شکمنه پېښه وه.
احمد مسعود په یوه انلاین غونډه کې ویلي، چې څنګه زموږ د وطن قهرمان بچی شهيد شو، خو د بل چا پر مخ داغ هم نه راځي.
نوموړي ویلي، د جنرال رازق په شتون کې دښمن یو ګام هم مخته کېښودلی نه شو.
د یادونې ده چې شپږ کاله وړاندې په همدې ورځ د کندهار په منډيګک ماڼۍ کې د کندهار امنیه قومندان جنرال عبدالرازق ترور شو.

